یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هرې قوي ارادې د پایلې وړاندوېنه نه شې کېدای
بسم الله الرحمن الرحيم
د هرې قوي ارادې د پایلې وړاندوېنه نه شې کېدای

 

خبر:

په ۲۰۱۸م، کال کې د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي دوسیه وتړل او د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ولېږدول شوه.

تبصره:

جمال خاشقجي، چې د سعودي عربستان د ولیعد محمد بن سلمان پر ضد د خپلو مخالفو مقالو د خپرولو له امله مشهور و، د ۲۰۱۸ م، د اکتوبر په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربسان په قونسلګرۍ کې هغه وخت په وحشیانه توګه ووژل شو، چې غوښتل یې د خپل واده/کوژدنې اسنادو کار خلاص کړي. د استانبول ۱۱ سترې جنایي محکمې، چې د دې قتل دوسیه یې څارله، حیرانونکې پرېکړه وکړه، تر څو د نوموړي دوسیه سعودي عرسبتان ته وسپاري. د نوموړي د قتل دوسیه د دغه هېواد د عدلیې وزارت له لوري د مثبتو څرګندونو سره ریاض ته واستول شوه.  

په حقیقت کې کې سعودي عربستان ته د خاشقجي د قضیې سپارل په دې معنا دي، چې دا قضیه د تل لپاره تړل شوې ده. دغه راز په دې معنا هم ده چې د نوموړي قضیه یې د هغه قاتیلینو ته سپارلې ده.

ولسمشر اردوغان د دې قضیې په اړه وویل: «دا باید له یاده ونه باسو، چې دا وژنه د ترکیې په داخل کې رامنځته شوې او هېڅوک باید د دې قضیې د تړلو فکر ونه کړي.»

همدارنګه اردوغان یو ځل بیا د جمال خاشقجي د وژنې په اړه زیاته کړه: «زه پوهېږم چې د دې کار تر شاه د چا لاس دی. له هغه غږیزو ریکارډونو څخه معلومیږي، چې د نوموړي په وژنه کې د اوسني ولیعهد نږدې کسانو فعال رول درلوده. داسې کسان هم شته چې د استانبول لویې څارنوالۍ ته یې معلومات نه دي ورکړي، ځکه مجرم معلوم دی. اردو غان هغه کس دی چې د دې قضیې څېړلو کې یې مرسته وکړه او په شخصي توګه یې ریاض د خاشقجي په وژنه تورن کړ.»

خو ولې د اردوغان فکر په بشپړه توګه بدل شو؟ سره له دې چې موږ د اردوغان له بې ثباتۍ سره اشانا یو؟

ولسمشر اردوغان دا قضیه د امریکا په لارښوونه او له ریاض څخه د ۳-۵ میلیاردو ډالرو اخیستلو په بدل کې بنده کړه. نوموړي دا قضیه هم  د دماوي مارمار (د کښتۍ نوم دی) د قضیې په څېر پټه کړه، چې په کې لس بې ګناه ترکي وګړي ووژل شول او عاملین یې پرته له سزا پرېښودل.

همدرانګه اردوغان په چټکۍ له متحده عربي اماراتو سره خپلې اړیکې جوړې کړې، هغه څوک چې د سیسي د رژیم سره په همکارۍ کې د جولای ۱۵مې په کودتاه تورن و، چې په پایله کې یې محمد مرسي له واک څخه را وپرځولو شو او په زرګونو مسلمانان یې ووژل. دغه راز  یهودیانو ته د دې فرصت په لاس ور کړل تر څو فلسطین اشغال کړي. په دغو جنایتونو راضي نه و، ولسمشر اردوغان په رسنیو کې دا هم په ډاګه کړه، چې هڅه یې کوله ترڅو د بشارالاسد له ظالم رژیم سره خپلې اړیکې ښې کړي؛ چا چې د ماشومانو په ګډون نږدې یو میلیون مسلمانان قتل عام کړل. د اردوغان ناوړه عادت دا دی چې نوموړی یوزاې خبرې کوي، مګر په عمل کې ډېر کمزوری دی. همدارنګه د اردوغان دا ټولې بې بنسټه څرګندونې او کړنې په سیاست کې د هغه د ماکیاویلیستي ذهنیت څرګندونې کوي. په حقیقت کې هغه یو ځل وویل چې نوموړی به د واک لپاره د پاپ جامې هم واغوندي.

د ولسمشر اردوغان په سیاست او عمل کې بدلون، د نوموړي کمزورې اراده ښيي. د امریکایي پادري برونسن قضیه وه، چې نوموړی د جاوسوسۍ په تور نیول شوی و او د یوې مودې لپاره په بند محکوم و. د برونسن په اړه، اردوغان وویل: «تاسې پادري برونسن غواړئ؟ تاسې د پادري (فتح الله ګولن) د سپارلو غوښتنه کوئ، راځئ یوار قضاوت وکړئ، چې بیا یې موږ تاسې ته درکړو.» خو د نوموړي له خبر لږ وروسته، برونسن د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ په غوښتنه خوشې شو. په همدې ډول موږ د اردوغان کمزورې اراده د یوه خبریال ډینیز یوسیل په قضیه کې ولیده، چې د جرمني په غوښتنه یې خوشې کړ.

له همدې امله ولسمشر اردوغان یو مصلحت‌پال ذهنیت لري، چې د خپلو ګټو او سیاسي شرایطو سره سم عمل کوي. د نوموړي لپاره اړینه ده چې په خپلو خبرو عمل وکړي، قوي اراده ولري یعنې بې ثباته ونه اوسي. خو دا یو ښکاره حقیقت دی، چې ډيموکراتیک شخصیتونه قوي اراده او ثبات نه لري.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: یلماز سیلیک

ژباړن: محمد هارون رؤفي

Last modified onسه شنبه, 10 می 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې